IQNA

د شیخه هند بنت مکتوم د قرآن کریم  نړیوالې وروستۍ سيالۍ پیل شوې

6:26 - November 11, 2025
د خبر لمبر: 3491997
ایکنا - د متحده عربي اماراتو په پلازمېنې کې د قرآن کريم سيالۍ د شپږ ویشتم پړاؤ وروستۍ مرحله  پيل  شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د الاتحاد له قوله  ئې راکړی، دا مرحله په يوې معنوي، روحاني او له خوښۍ ډکې فضا کې،  چې د قرآني سيالۍ له روحيې څخه ئې الهام اخيستی، پيل شوه.

دا سيالۍ د « د قرآن کريم د دبي د نړيوالې جايزې » له خوا تنظيم شوې، او د لومړۍ ورځې په مهال له متحده عربي اماراتو څخه ۱۱ نارينه    ګډونوال  د دې جايزې په مرکزي دفتر کې سيالۍ ته راټول شول.

دا پنځه ورځنۍ سيالۍ د قرآن د حفظ بېلابېلو برخو ته ځانګړې شوې ده، چې پکې د ۳۰، ۲۰، ۱۰، ۵، ۳   سپارو او د دېرشيم جزء  یا سپارې حفظ  پکې شامل دي.

ګډونوال د متحده عربي اماراتو، مصر، ايران، موريتانيا او بنګله‌دېش اوسېدونکي دي، چې ټول د اماراتو په خاوره کې ژوند کوي. دا کار د دې سيالۍ د ځاي اهميت څرګندونه کوي، او د قرآن د حافظانو د هڅونې او د قرآني استعدادونو د ښکاره کولو لپاره مهم رول لري.

ګډونوال به د حفظ په بېلابېلو برخو کې د يوې تخصصي کميټې تر څارنې لاندې سيالي وکړي. دا کميټه د شيخ ډاکټر عبدالله محمد الانصاري په مشرۍ، او د شيخ ډاکټر مانع النهدي او شيخ احمد موسی په غړيتوب جوړه شوې ده.

د لومړۍ ورځې  په  ګډونوالو  کې دا کسان يادېږي:

آرين علي تاج‌الديني (ايران)، نصر عبدالمجيد متولي عامر (مصر)، إطول عمرو حمادي (موريتانيا)، راشد علي عمر عبدالله سالم (امارات)، علي صالح الحضرمي (امارات)، عبدالرحمن صابر عبدالشفيع محمد أبو عز (مصر)، منصور سالم الكعبي (امارات)، عمر بدر المرزوقي (امارات)، محمد أحمد القصيدی الشحی (امارات)، عسكر محمد الكربی (امارات) او علي جابر الريسي (امارات).

د دې جايزې مسئولينو ټينګار کړی چې دا سيالي د دوي له مهمو کلنيو نوښتونو څخه ده، چې د قرآن کريم خدمت، د اصيل  دينې هويت پياوړتيا، او د اماراتو د مشرانو د ليدلوري د پلي کولو په موخه ترسره کېږي، څو د قاریانو، حافظانو او هغو کسانو نوي نسل وروزي چې د قرآن د آدابو مظاهره کوي.

د سيالۍ مقدماتي پړاوونه به په راتلونکو  شپو ورځو کې د بېلابېلو مليتونو د ګډونوالو په ګډون دوام ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4315808

captcha